IQNA

  د قطر اسلامی میوزیم  د افغانستاني پناه غواړو د نندارتون کوربه شو

16:57 - October 28, 2022
د خبر لمبر: 3486379
ایکنا-(تهران)دقطر اسلامی میوزیم  یو ځانګړی نندارتون ترسره کړی دی چې په ۲۰۲۱کال کې  پر افغانستان  د طالبانو له مسلط کیدا وروسته د پناه غواړو په وخت کې د دوي تجروبو انځور نندارې ته وړاندې کوي.

  د قطر اسلامی میوزیم  د افغانستاني پناه غواړو د نندارتون کوربه شوایکناخبري آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ دغه شپې ورځې د دوحې په اسلامی  هنرونو میوزیم په باغ کې د؛سفر؛په نامې سره د نندارتون  کوربه دی او د افغانستان د پناه غواړو د کیسو،فلمونو،انځورونو او روایتونو له ټولګې سره روایتوي. دغه نندارتون همداراز  د افغانستان تاریخ او ددغه هیواد اهمیّت ته ،د لرغونو او تجارتی لارو په  دوام کې د افغانستان جغرافیائي  موقعیّت ،شتمنیو او طبیعي زیرمو  موقعیتونه  دنیا ته ورښئ.
د قطر خارجه وزیر او مرستیال لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرّحمن  آل ثاني  د سفر نومې موقته نندارتون چې د اسلامی هنرونو دمیوزیم  او د دغه هیواد د خارجه وزارت په مشارکت سره ترسره کیږي، پرانیسته وکړه.
 په دغو پرانیستونکو دستورو کې د قطر دمیوزیمونو  د  چاروالو د پلاوي مشرې شیخه المیاسه بنت حمد ال ثاني  او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو او ډيپلوماټانو هم شتون درلود.
دقطر خارجه وزیر شیخ عبدالرحمن آل ثاني په دغو دستورو کې پخپلې  وینا کې   د افغانستان څه دپاسه اتیا زره پناه غواړو   نورو هیوادونو ته د منتقلولو په بریالیو  عملیاتو کې د دوحې رول ته اشاره وکړه.
  دقطر خارجه وزیر روښانه کړې ده چې سفر نندارتون په نړیواله سویه دوو او څواړخیزو  اقاداماتو په تبیره بیا  د انسان دوستۍ په زمینې کې  اقداماتو ته دقطر پریکنده ژمنتیا ده . دغه نندارتون همداراز  په راتلونکي کې په پراخه اندازه د ګډو ملګرتیاؤ لپاره یو مناسب فرصت او په نړیواله سویه د ډ له ایز اقدام لپاره یوه غوره بیلګه ده.
شیخ محمد بن عبدالرحمن د افغان خوئيندو او وروڼو په وړاندې د خپل انسان دوستۍ مسئولیّتونو  او له افغان ولس څخه په ملاتړ کې د  چورلټ دریځ  او د مرستو ددوام او ددرستو هیوادونو په مینځ کې  سولې او ګډ  سوله ایز ژوند ته په رسیدا او په عزت سره د ژوند لپاره د دوي دحق  په وړانددې  د قطر پر ژمنتیا ټينګار وکړ.
هغه همداراز د قطر هیله ،د امنیت ،ثبات او پراختیا لپاره د افغانانو دروا غوښتو دترلاسه کولو په موخې سره په دغې حساسې مرحلې کې له دوي د نړیوالې ټولنې دومدار ملاتړ  وبالۀ.
سفر نومې نندارتون به تر درو میاشتو پورې دوام ومومي  او د قطر د فټبال دنړیوال جام له کوربتوب سره په یووخت بهرني مخاطبان به هم د افغانستان له حقایقو سره آشنا کړي.
 https://iqna.ir/fa/news/4094578
 

 

captcha